د پناه غوښتنې کړنلاره (پروسیجر)

Remote video URL
د پناه غوښتنې د کړنلارې پیل
Remote video URL
د پناه غوښتنه

په بلجیم کې د پناه غوښتنې لپاره درې لارې وجود لري:

- بلجیم ته ستاسې تر رارسیدووروسته د نوم لیکنې په مرکز کې د بهرنیانو په دفتر (IO) (Bolulevard Pacheco 44, 100 Brussels (Cube) کې له دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 8:30 څخه.

- له سرحدي چارواکو سره په سرحد کې، د مثال په توګه په هوایی ډګر کې.

- د زندان د مشر یا د بند مرکز (کمپ) کارکوونکي سره، که چیرې تاسو هلته یاست.

تاسو د بهر څخه د پناه غوښتنه نسئ کولی

تاسو باید په خپله موجود واوسئ چې د پناه غوښتنه وکړئ. تاسو دا کار د بل کس په استازیتوب نسي کولئ. ستاسو ماشومان چې عمر یې له 18 کالو څخه کم وي او تاسو سره یوځای بلجیم ته رارسیږي، د موراوپلار په توګه به ستاسو په کړنلارې (پروسیجر) کې شامیلیږي.

- د بهرنیانو دفتر (DVZ/OE) به ستاسې د پناه غوښتنه د نوم لیکنې په مرکز کې ثبت کاندی او تر هغه وروسته به لاندې چارې ترسره شی:

- امنیتي تلاشي

- ستاسو د هویت یا شناخت رامینځته کول. خامخا خپل ټول د هویت اسنادونه وړاندې کړئ.

- واضح کول که چیرې تاسو ترجمان   (ژباړونکي) ته اړتیا لرئ او د کومې ژبې لپاره. د مهاجرینو اداره پریکړه کوي چې آیا ستاسو د  پناه غوښتنې پروسه په هالنډي  یا فرانسوي ژبه ترسره  کړي.

- د ګوتو نښې او عکس اخیستل ترڅو وګوري چې ایا تاسو د مخه په کوم بل اروپایي هیواد کې ثبت شوي   یاستئ (ډوبلین چیک وګورئ).

تر هغه وروسته به فیدازیل دا خبره مالومه کړی چې آیا تاسې د اسنوګنې په یوه مرکز (کمپ) کې د اوسیدو مستحق یاست ، او ورپسې به ستاسې روغتیایی معاینه ترسره کړی.  

-  فیدازیل ګوري چې ایا تاسو د استوګنې مرکز کې د پاتې کیدو حق لرئ. نور د فیدازیل ویب پاڼه کې ولولئ 

ډبلین چیک (ډبلین کتل)

دمرکې پر اساس ، ستاسو د ګوتو نښې او د ویزې یا هستوګنې اجازه چې تاسو ممکن د بل اروپایي غړي هیواد لپاره ترلاسه کړی وي،په اساس د مهاجرینو اداره به وګوري چې آیا بلجیم ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د پروسس مخ کولو (څیړلو) مسؤلیت لري (ډبلین کتل):

  •  که چیرې یو بل اروپایي هیواد ستاسو د غوښتنلیک مسؤل وي، نو د مهاجرینو اداره به له هغه هیواد څخه ستاسو د غوښتنلیک د څیړلو  غوښتنه وکړي. که چیرې دا هیواد ستاسو غوښتنلیک ومني، نو تاسو باید بیرته دې هیواد ته لاړشئ. که تاسو له دې تصمیم سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د بهرنیانو د قانونی لانجو شورا ته اعتراض وکړئ. ددې کار د ترسره کولو لپاره د خپل وکیل څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. خامخا خپل اعتراض (اپیل) د ټاکل شوي وخت په موده کې ثبت کړئ. 
  • که بلجیم ستاسو د غوښتنلیک د څیړلو مسؤل شو، نو د مهاجرینو اداره به تاسو ته د لومړې مرکې لپاره دعوت درکړي. په دې حالت کې به د ډبلین بهیر وتړل شي او تاسو به د بلجیم د پناه غوښتنې پروسه تعقیب کړئ. 

که تاسو د مخه په بل اروپایي هیواد کې د اوسیدلو اسناد ولرئ، بلجیم فرض کوي چې تاسو په هغه هیواد کې خوندي یاست. په داسې حالت کې بلجیم به یوازې دا وڅیړي چې ولې تاسو نشئ کولی هغه بل اروپایي هیواد ته لاړ شئ.

لومړۍ مرکه

د لارې توضیحات 

د مهاجرینو اداره به تاسو ته په لاندې پته د مرکې لپاره بلنه درکړي:
Boulevard Pacheco 44, 1000 Brussels

د لومړ مرکې موخه (هدف)

ددې مرکې په ترڅ کې، د مهاجرینو اداره به له تاسو څخه د خپل هویت، د کورنې وضعیت، د اوسیدلو مخکني ځایونو، بلجیم ته ستاسو د سفر او ستاسو د پناه غوښتنې علتونو په اړه پوښتنې وکړي. خامخا به خپل ټول د هویت اصلي اسنادونه او نور مربوطه اسناد چې د خپل وطن څخه ستاسو د تښتیدلو دلایل بیانوي، د مهاجرینو ادارې ته وسپارئ. ددې مرکې په جریان کې، ټول هغه دلایل ‌بیان کړئ کوم چې ستاسو د الوتنې یا راتګ لامل شوي. دا لومړۍ مرکه به په لویې کمیسارۍ کې ستاسو د مرکې په اساس وي، چیرته چې ستاسو د پناه غوښتنې په دلایلو په تفصیل بحث کیږي. 

ځانګري اړتیاوي

د مهاجرینو په اداره کې به تاسو د ځانګړي طرزالعملي اړتیاو په اړه پوښتنلیک ډک کړئ. دا د هغو دلایلو په اړه دې چې تاسو ممکن د پناه غوښتنې په بهیر کې له ستونزو سره مخ کړي. که ضرورت وي، لویه کمیسارۍ به ستاسو د ملاتړ لپاره مناسب اقدامات ترسره کړي.  
د مثال په توګه، تاسو ممکن فزیکي ستونزې ولرئ، چې په نتیجه کې تاسو په زینو کې نشئ پورته کیدای. په داسې حالت کې به ستاسو مرکه په اول منزل کې ترسره شي. که تاسو رواني ستونزې ولرئ، ممکن څو مرکو ته بلنه درکړل شي او اضافي وقفې هم ستاسو په مرکه کې شاملې وي. که چیرې تاسو د هغو ستونزو له امله چې خپل هیواد کې مو لرلي، تاسو د یو نارینه یا ښځینه لخوا د مرکې کولو لپاره ډیر آرام احساس کوئ، لویه کمیسارۍ به ستاسو په خوښه نارینه یا ښځینه ترجمان او د ساتنې مسؤل   چمتو کړي.     
 

 

د دویمې مرکې چمتووالی
Remote video URL
لویه کمیسارۍ څه کوي؟

د مهاجرینو په اداره کې د لومړۍ مرکې څخه وروسته، ستاسو دوسیه به د مهاجرینو او بی دولته کسانو لویه کمیسارۍ ته واستول شي. لویه کمیسارۍ به بیا ستاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک وارزوي. دا په دې مانا چې لویه کمیسارۍ به وګوري چې آیا تاسو ته باید پناه درکړل شي ځکه چې تاسو ویره لرئ:

  • ستاسو د ملیت، توکمیز اصل، مذهب، سیاسي نظر له مخې ځورونه او یا دا چې تاسو د یوې خاصې ټولنیزې ډ‌لې غړي یاست؛
  • جګړه یا تاوتریخوالی؛
  • شکنجه کول یا سپکول یا غیر انساني چلند.

لویه کمیساري خپلواکه اداره ده. دا په دې مانا چې لویه کمیسارۍ بی پلوه ده او هیڅوک نشي کولی چې لویه کمیسارۍ ته ووایې چې څه ‌ډول پریکړه وکړي. 

د دویمې مرکې لپاره انتظار کولو وخت

لویه کمیسارۍ به تاسو ته د مرکې لپاره لږترلږه یو ځل بلنه درکړي. تاسو ممکن د دې مرکې د بلنې لپاره اوږده موده انتظار وکړئ. د لویې کمیسارۍ لخوا د پناه غوښتونکو د مرکې ترتیب ستاسو د پناه غوښتنې د غوښتنلیک د تاریخ په اساس نه ټاکل کیږي. نو له همدې امله احتمال لري چې ځینی پناه غوښتوونکي چې له تاسو څخه یې وروسته د پناه غوښتنه کړی وي، له تاسو څخه د مخه مرکې ته وبلل شي.

د انتظار وخت څو دلایلو پورې اړه لري. لویه کمیسارۍ یوازې هغه وخت ارزونه پیل کولی شي چې د مهاجرینو ادارې ستاسو دوسیه لیږلي وي. لویه کمیسارۍ کوشش کوي چې د دوسیې ترلاسه کولو وروسته د څلورو میاشتو په اوږدو کې مرکه پلان کړي. کوم پناه غوښتوونکي چې د خوندي هیواد څخه راځي یا په بند مرکز کې ژوند کوي، دا ځند به ورته لنډ وي. د پناه غوښتنکو د شمیر د زیاتوالي له امله، ممکن ځنډ سره مخ شي. د پایلې په توګه، ټول غوښتنلیکونه په لنډ وخت کې ونه څیړل شي، د انتظار وخت ممکن له یو کال څخه ډیر یا په ځینو مواردو کې حتی دوه کاله پورې هم وغځول شي. په هر حال، لویه کمیساري به بیا هم هڅه کوي چې پناه غوښتوونکي ژر تر ژره د مرکې لپاره دعوت کړي. 

په هر حال، د دوهمې مرکې لپاره د انتظار وخت په ګټور ډول مصرف کړئ:

  • که تاسو کومه ځانګړې اړتیاوې لرئ، لویې کمیسارۍ ته خبر ورکړئ
     که تاسو ددې ځانګړو اړتیاوو یادونه د مهاجرینو په اداره کې د لومړې مرکې په جریان کې نوې کړي، نو خامخا لویې کمیسارۍ ته خبر ورکړئ، چې هغه اداره لازم اقدامات وکړي. د خپل وکیل یا ټولنیز کارکوونکي څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. 
  • له خپل وکیل سره اړیکه ونیسئ
    د وکیل لخوا مرسته وړیا ده که تاسو پوره مالي امکانات ونلرئ. مرکې ته د خپل وکیل سره یوځای ځان آماده کړئ. هغه کولی شي تاسو سره مرسته وکړي ترڅو خپلې   کیسې ته نظم ورکړئ او ټول حقایق په ترتیب سره بیان کړئ. 
  • خپل اسناد او شواهد را ټول کړئ؛ که مو خپل ټول اسناد د لومړې مرکې په جریان کی وړاندې کړي نوي، نو خامخا د لومړې او دویمې  مرکې ترمینځ انتظار وخت څخه ګټه پورته کړئ او ټول هغه اسناد برابر کړئ، کوم چې ثابت کړای شي   چې تاسو څوک یاست، د کوم ځای څخه راغلي یاست او هویت مو څه دی. مهم سندونه د مثال په توګه پاسپورت یا ستاسو د هویت (پیژندګلې) سند دی. که تاسو د هویت اسناد نلرئ، تاسو کولی شئ نور اسناد هم وړاندې کړئ کوم چې  کولې شي چې ستاسو هویت ثابت کړي،  لکه د خپل مور او پلار د پیژندنې سندونه یا د اردو نظامي کتابچه. ټول اسناد را ټول کړئ چې ښیې ولې تاسو نشئ کولی خپل وطن ته ستانه شئ، د مثال په توګه قانوني (حقوقی) اسناد. خپل نهایی کوشش وکړئ چې اصلي اسناد ترلاسه کړئ او ټول اسناد ورکړئ. داسې اسناد وړاندې کړئ چې ستاسو د شخصي وضعیت (مشکل) سره تړاو ولري. ضرور نده چې د خپل هیواد په اړه عمومي اسناد وړاندې کړئ. لویه کمیسارۍ تاسو ته ډاډ درکوي چې ستاسو د وطن د وضعیت څخه خبره ده. که تاسو هیڅ سند نشئ وړاندې کولی، نو تاسو باید د لویې کمیسارۍ د مرکې په جریان کې د دې لامل روښانه کړئ. جعلي اسناد مه لرئ او مه جوړوئ، ځکه چې دا ممکن ستاسو د پناه غوښتنې رد کیدو لامل شي. 
  • د ذهني نظره ځان چمتو کړئ
    د دویمې مرکې په جریان کې به له تاسو څخه د هغو مشکلاتو (ستونزو) په اړه پوښتنې وشي کوم چې تاسو یې مجبور کړي یاست چې خپل وطن پریږدی،دا پوښتنې ممکن سختي وي او تاسواحساساتي کړي. 
  • خپله کیسه ووایاست
    د بل چا کیسه یا داسې کیسه چې تاسو ته پیشنهاد (وړاندیز) شوې وي، مه وایاست، یواځې دا ووایئ چې په شخصي توګه تاسو سره څه پیښ شوي. دا مهمه ده چې تاسو خپل شخصي حالت سم او روښانه بیان کړي. د جعلي کیسې په لټه که مه اوسئ کوم چې تاسو فکر کوئ چې د پناه ترلاسه کولو امکانات به ډیر کړي. تاسو د منفي پریکړې ترلاسه کولو خطر لرئ حتی که د خپلو شخصي مشکلاتو فرضي قبولي فکر هم درسره وي.
دویمه مرکه
Remote video URL
د لارې توضیحات

دویمه مرکه په لویه کمیسارۍ کې ترسره کیږي:

Rue Ernest Blerot 39, 1070 Brussels 

لویې کمیسارۍ ته د عامله ترانسپورت له لارې په اسانۍ سره رسیدلی شئ.

د دوهمې مرکې لپاره بلنه

لویه کمیسارۍ به بلنلیک د پوست دفتر له لارې ستاسو د خوښې پته یا د وړونکې له طریقه ستاسو د اوسیدلو کمپ (سنتر) ته واستوي. که تاسو وکیل لرئ، نو هغه به هم د دې خط کاپي ترلاسه کړي. 

دا مهمه ده چې تاسو لویه کمیسارۍ ته خپل اصلي پته ورکړئ، ترڅو ډاډه اوسئ چې خپل بلنلیک به ترلاسه کړئ. که مو بل ځای ته کډه کړي وي، مهرباني وکړئ یو ثبت شوی لیک چې خپل نوم او پته پکې ذکر شوی وي، لویې کمیسارۍ ته واستوئ. تاسو کولی شئ دلته مناسبه فورمه ډاونلوډ کړئ. 

که چیرې جدي دلایل مرکې ته ستاسو د راتګ مخه نیسي، د مثال په توګه ځکه چې تاسو ناروغه یاست، نو تاسو باید لویې کمیسارۍ ته خبر ورکړئ چې په ټاکل شوي تاریخ لویې کمیسارۍ کې حضور نشی پیدا کولئ او د خپل د غیابت دلیل هم بیان او توجیه کړئ. ددې کار د ترسره کولو لپاره له خپل وکیل یا اجتماعی (ټولنیز) کارکوونکي څخه د مرستې غوښتنه کولی شئ. 

د دوهمې مرکې هدف (موخه)

دوهمه مرکه د پناه غوښتنې په پروسه کې ترټولو مهمه شیبه ده. ددې مرکې په جریان کې، د لویې کمیسارۍ  د ساتنې مسول به له تاسو څخه پوښتنې وکړي:

  • تاسو څوک یاست؛
  • تاسو له کوم ځایه راغلئ ياست؛
  • ستاسو ژوند ستاسو په وطن کې څنګه و؛
  • تاسو بلجیم ته څنګه سفر وکړو؛
  • ستاسو اسناد؛
  • ولې مو خپل وطن پریښود؛
  • ولې خپل وطن ته نشئ تلای. 

خپلې تجربې ووایاست او ولې نشئ کولی یا نه غواړئ خپل وطن ته بیرته ولاړ شئ. خپله کیسه ووایاست. بله کیسه یا کوم څه مه وایاست چې تاسو ته پیشنهاد کیږي، مګر دا ووایاست چې تاسو ته په شخصي توګه څه پیښ شوي. د مرکې په جریان کې به ستاسو د کیسې اعتبار وارزول شي. له همدې امله دا مهمه ده چې تاسو خپل ریښتیني وضعیت په واضح توګه بیان کړئ. 

د ساتنې کارکوونکې به تاسو څخه ډیرې پوښتنې وکړي. که تاسو د یوې پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ، نو ووایاست چې نه پوهیږئ. دا ځواب د دروغ وییلو څخه غوره دی. 

هر هغه څه چې تاسو د مرکې په جریان کې وایئ هغه به پټ پاتیکیږی. دا پدې ماناچې لویه کمیسارۍ به دا معلومات له هیچا سره نه شریکوي. ستاسو د اصلي وطن چارواکي یا هغه کسان چې تاسو ځوروي، هیڅکله به ونه پوهیږي چې تاسو د پناه غوښتنه کړې یا دا خبرې مو لویې کمیسارۍ ته کړی دي. ستاسو د خبرو بیان به ستاسو د کورنې غړو سره هم شریک نشي، البته که تاسو دا نه غواړئ.  

اسناد او ثبوت

دا مهمه ده چې تاسو اصلي اسناد وړاندې کړئ چې ثابت کړای شي چې تاسو څوک یاست او دا چې په خپل وطن کې له مشکلاتو سره مخ شوی یاست. مهم سندونه د مثال په توګه ستاسو پاسپورت یا د هویت کارت دی. که تاسو د هویت اسناد نلرئ، تاسو کولی شئ نور اسناد هم وسپارئ چې کولی شي ستاسو هویت ثابت کړي، لکه د ښوونځي (مکتب) سندونه، ستاسو د مور او پلار پیژندپاڼه  یا نظامي کتابچه. داسې اسناد هم راټول کړئ چې کولی شي دا ثابته کړي چې ولې نه غواړئ خپل وطن ته بیرته لاړ شئ یا تللې نشئ، د مثال په توګه قانوني (حقوقی) سناد. 

کوشش وکړئ چې اصلي اسنادونه راوغواړئ او هیڅ اسناد له ځان سره مه پټوئ.

داسې اسناد وسپارئ چې ستاسو د شخصې وضعیت سره تړاو (ارتباط) ولري. ضرور نده چې تاسو د خپل وطن د عمومي حالاتو په اړه اسناد راټول کړئ. تاسو ډاډه اوسئ چې چې لویه کمیسارۍ ستاسو د وطن له حالاتو څخه خبره ده.  
که تاسو هیڅ اسنادونه نه لرئ، نو د مرکې په جریان کې ددې دلایل روښانه (واضح) کړئ. جعلي اسناد مه ساتئ او مه جوړوئ ځکه چې دا ممکن ستاسو په دوسیې باندې د پناه غوښتنې په پروسه کې منفي اغیزه ولري. 

لویه کمیسارۍ به هغه اسناد خوندي وساتي کوم چې تاسو وړاندې کوئ. تاسو کولی شئ د پروسې په جریان کې د خپلو اسنادو غوښتنه وکړئ. 

ستاسو شخصي حضور په دویمه مرکه کې

تاسو، غوښتونکی: 
له هر پناه غوښتونکي سره په انفرادي ډول مرکه ترسرکه کیږي. که تاسو بلجیم ته د خپل د ژوند ملګري یا مور او پلار سره رسیدلي یاست، نو امکان د دې شته دی چې تاسی ټول په یوې ورځ مرکې ته دعوت کړي، لیکن ستاسو مرکې به جلا جلا ترسره کیږي. تاسو ته به د اعتماد وړ او ازاده فضا رامنځ ته شي ترسو خپلی خبرې په آزاد ‌ډول وکړئ. که تاسو غواړئ، هغه خبرې چې تاسو کوئ،پټې پاتی کیږي او ستاسو له خپلوانو سره به نه شریکیږي. 

د ساتنې کارکونکی (مستنطق):
مستنطق به ستاسو د پناه غوښتنې ارزونې لپاره له تاسو څخه پوښتنې وکړي. هغه ستاسو د اصلي ځای (منطقې) په اړه بشپړ معلومات او تخصص لري او د مهارت او پوهې ډیریدلو لپاره په منظم ډول روزنه ترلاسه کوي. مستنطق د مسلکي اصولو په اساس کاري خبرې پټې ساتي. 

ترجمان:
که تاسو د مهاجرینو (کډوالو) ادارې د لومړې مرکې په جریان کې ویلې وي چې تاسو ترجمان ته اړتیا لرې، ترجمان به د لویې کمیسارۍ مرکه کې برخه واخلې او د مرکې ټولې خبرې به په تحت الفظي ډول ترجمه کړي. ترجمان بی طرفه شخص دی او هغه هم د مسلکی قواعدو په اساس ستاسو خبرې پټې ساتي. پدې مانا چې ستاسو ترجمان به هیچا ته ونه وایې چې تاسو په خپلې مرکه کې څه ویلي دي. ترجمان به ستاسو د دوسیې د پریکړې (تصمیم) نیولو کې دخیل نه وي، او په دې اړه به د پوښتنې کولو اجازه هم ونلري. که تاسو د ترجمان په خبرو نه پوهیږې، نو تاسو باید د مرکې په جریان کې ورته ووایاست.

وکیل:
تاسو د یو وکیل د مرستې غوښتنه هم کولې شئ، کوم چې وړیا (مفته) دی که تاسو کافي پیسې ونه لرئ. وکیل به تاسې له خپلو حقوقو او وظایفو څخه خبر کړي او تاسو د پناه غوښتنې بهیر به وڅیړې ترڅو ستاسو کارونه سم پر مخ ولاړ شي. په مرکه کې ستاسو د وکیل شتون الزامي (اړین) نه دی. مرکه به ترسره شي حتی که ستاسو وکیل حضور ونلري. په هرصورت، ستاسو وکیل کولی شي چې ستاسو د مرکې کاپي یا ګزارش غوښتنه وکړي، ترڅو ځان پوه کړي چې ستاسو په مرکه کې څه پیښ شوي.

د اعتماد (باور) وړ کس:
تاسو کولی شئ  چې د یو اعتمادوړ کس د مرستې غوښتنه هم وکړئ. یو د اعتمادوړ کس هغه څوک دی چې په مسلکي توګه خلكو سره مرسته کوي او د مهاجرینو په قانون کې تخصص (پوهه) لري، د بیلګې په توګه یو ټولینز کارمند، روانشناس یا معالج. 
خپلوان یا ملګري د باور لرونکي کسانو په توګه له تاسو سره مرسته نشي کولی. باور لرونکی کس باید د لویې کمیسارۍ لخوا اجازه ترلاسه کړي چې په مرکه کې ګډون وکړي. 

د مرکې موده

مرکه په اوسط ‌‌ډول له دریو څخه تر څلور ساعتونو پورې وخت نیسي، لیکن اوږده یا لنډیدې هم شي. وقفه (تفریح) شاوخوا یو نیم ساعت خبرو څخه وروسته اخیستل کیږي. البته تاسوهم کولې شئ چې د وقفې غوښتنه وکړئ که اړتیا یې وینئ. 

د مرکې کاپي

د مرکې په جریان کې، مستنطق به هرڅه  ستاسو په راپور کې ولیکي. تاسو کولې شئ د مرکې په جریان کې یا مرکې څخه وروسته د دوه ورځو په جریان کې د دې راپور د کاپي غوښتنه وکړئ. د خپل وکیل څخه غوښتنه وکړئ چې په دې برخه کې له تاسو سره مرسته وکړي. تاسو به د خپلې مرکې راپور د خپلې پناه غوښتنې پروسې په ژبه (هالنډي یا فرانسوي) ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ خپلې خبرې د وکیل په حضور کې د یو ترجمان په مرسته ترجمه کړئ او د اصلاحاتو د رامنځته کولو وړاندیز وکړئ.

پریکړه (تصمیم)
Remote video URL
د انتظار وخت

د مرکې څخه وروسته، تاسو به د اوسیدلو مرکز یا د استوګنې ځای ته ستانه شئ. په  همدې وخت کې به مستنطق د پریکړې لپاره ټول اړین معلومات تحلیل کړي.
 د پریکړې لپاره د انتظار وخت فرق لري. لویه کمیسارۍ به د مرکې څخه وروسته په دوه میاشتو کې خپله پریکړه وکړي که چیرې اضافي تحلیل او څیړلو ته ظرورت نه وي. داسې هم کیدای شي چې ستاسو یو هیوادوال له تاسو څخه وروسته د پناه غوښتلو لپاره بلجیم ته راشي او له تاسو څخه مخکي خپل ځواب (پریکړه) ترلاسه کړي.
 دا د تشویش وړ خبره نده. د پناه غوښتنې لپاره هر غوښتنلیک فرق کوي او په انفرادي ډول څیړل کیږي. لویه کمیسارۍ پدې پوهیږي چې اوږد انتظار د بی باوري او فشار (پریشاني) لامل دی. کمیسارۍ خپل ټول کوشش کوي چې ژر تر ژره پریکړه وکړي. 

لویه کمیسارۍ څرنګه پریکړه (تصمیم) نیسي؟

د دویمې مرکې څخه وروسته، لویه کمیسارۍ به لومړې ستاسو د خبرو رښتینوالی او د اسنادو اعتبار وڅیړي:

  • آیا هغه معلومات چې تاسو د مرکې په جریان کې ورکړئ سم دي؟
  • آیا اسناد مو واقعي دي؟
  • آیا ستاسو خبرې د اعتباروړ  (رښتیا) دي، کوم مو چې د خپل اصلیت او د مشکلاتو په اړه کړي دي؟ 

که ستاسو خبرې او اسناد د اعتباروړ وي، لویه کمیسارۍ به وګوري چې ایا ستاسو قضیه د کډوالو په اړه د جنیوا کنوانسیون لاندې راځې، په بل عبارت تاسو باید د خپل قومیت، توکم، مذهب، سیاسي نظر له امله د تعقیب ویره ولرئ یا دا چې تاسو د یوې ځانګړې ټولینیزې ‌ډلې غړي یاست. سربیره پردې، تاسو نشئ کولی یا نه غواړئ په خپل اصلي هیواد کی چیرته چې اوسیدلی د محافظت غوښتنه وکړئ. که تاسو د مهاجر په توګه ونه منل شئ، لویه کمیسارۍ به څیړنه وکړي چې آیا تاسو د متمم محافظت مستق یاست که نه. دا هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو خپل هیواد ته د مرګ یا اعدام سزا، شکنجې، غیر قانوني او غیر انساني سلوک یا سزا یا د جنګ له امله بې توپیري تاوتریخوالی له امله جدي خطر سره مخ اوسئ. 

لویه کمیساري، د بلجیم، اروپایی او نړیوالو حقوقی نورمونو (قوانینو) په اساس هر غوښتنلیک په انفرادي او بې طرفانه ډول ارزوي. کله چې ستاسو غوښتنلیک څیړي، لویه کمیسارۍ به ستاسو مشخصات لکه (عمر، مخینه، د تعلیم کچه، جنس.) په نظر کی ونیسي. که لویه کمیسارۍ درک کړي چې تاسو حفاظت ته اړتیا (ظروت) لرئ، تاسو به قبول شئ او د یو ډول محافظت حالت به ترلاسه کړئ. 

پریکړه (تصمیم)

دوه ډوله پریکړه په بلجیم کې د پناه حق او پاتې کیدو حق ورکوي:

  • د مهاجر په توګه منل
  • د متمم محافظت حالت  

که تاسو د مهاجر په توګه ونه منل شئ او د متمم محافظت حالت څخه هم برخمن نه شئ، نو په هغه صورت کي به لویه کمیسارۍ ستاسو غوښتنه رد کړي. 

استیناف غوښتنه(اعتراض)

که چیرې تاسو د لویې کمیسارۍ له پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ چې د بهرنیانو د قانوني لانجو شورا ته عریضه وکړئ. د عریضې (اپیل) موده د پریکړې ډول پورې اړه لري. له خپل وکیل څخه وغواړئ چې تاسو سره پدې برخه کې مرسته وکړي. دا کار ژر تر رژه وکړئ ځکه چې ځینې وخت د اعتراض موده ډیره لنډه وي.

که تاسو نوي شواهد لرئ، تاسو کولی شئ د ځانګړو شرایطو لاندې تعقیبي غوښتنلیک لپاره اقدام وکړئ. پدې اړه نور ولولئ د پناه بیا غوښتنه.