د پناه بیا غوښتنه

د مهاجرینو اداره به ستاسو نوې غوښتنلیک هغه مهال ثبت کړي، چې تاسو د مخکني غوښتنلیک په اړه منفي پریکړه ترلاسه کړې وي او ستاسو د اعتراض پروسته په محکمه کې تړل شوې وي. د نوې غوښتنلیک په صورت کې، لویه کمیسارۍ به یوازې ستاسو نوې شواهد (ثبوتونه) وڅیړي، کوم چې ستاسو د قبولي چانس (امکان) زیاتوي. که چیرې تاسو نوې ثبوتونه ونلرې، د نوې غوښتنلیک غوښتنه بې ګټې ده.

نوې غوښتنلیک ثبتول

تاسو کولی شئ د مهاجرینو په دفتر کې نوې غوښتنلیک ثبت کړئ. تاسو به لومړې غوښتنلیک د پذیرش (هرکلي) په مرکز کې چې د کلاین کاستیلچه/ پیتي شاتو په نوم یادیږي، ثبت کړئ. د مهاجرینو په اداره کې به مو مرکه یوازې په نوي ثبوتونو تمرکز وکړي. 

د نوې غوښتنلیک څیړل

لویه کمیسارۍ به ستاسو نوې غوښتنلیک یوازې هغه مهال وڅیړي که تاسو داسې شواهد ولرئ چې په تیر غوښتنلیک کې مو یادونه نه وي کړې. لویه کمیسارۍ به ستاسو د پخواني غوښتنلیک ثبوتونه له سره یو ځل بیا ونه څیړي، دا پدې مانا چې تاسو به ونه توانیږئ چې پخواني شواهد یو ځل بیا وړاندې او تشریح کړئ. نوي ثبوتونه باید د متمم حفاظت ترلاسه کولو یا د مهاجر په توګه د منلو چانس ستاسو لپاره ډیر کړي. په دې کې شامل کیدای شي:

  • نوي حقایق یا پیښې چې ستاسو د مخکني پناه غوښتنې غوښتنلیک منفي کیدو څخه وروسته واقع شوي؛
  • نوي اسنادونه یا اعلامیې چې ثابت کړای شي چې ستاسو       وضعیت د هغه څه سره فرق لري چې پخوا د لویې کمیسارۍ لخوا ګمان کیده. په هرصورت، کله چې تاسو  نوي اسنادونه وړاندی کوئ، نو تاسو بایدپه واضح توګه بیان کړئ چې ولې مو مخکي دا اسنادندې ورکړي. 

د بل غوښتنلیک لپاره، اړینه نده چې لویه کمیسارۍ تاسو شخصي مرکې ته دعوت کړي او کولی شي چې ستاسو د دوسیې پر اساس پریکړه وکړي. 

پریکړه

لویه کمیسارۍ کولی شي له دوو تصامیمو څخه یو تصمیم ونیسي:

  • د نه منلو تصمیم، که چیرې ستاسو نوي وړاندې کړل شوي شواهد د قبلیدلو امکانات زیاد نکړي؛ 
  • د منلو تصمیم، که چیرې لویه کمیسارۍ دې نتیجې ته ورسیږي چې نوې شواهد ستاسو د نړیوال محافظت ( قبلولو) چانس زیاتوي. کله چې د منلو تصمیم ونیسي، لویه کمیسارۍ به معمولا تاسو ته د مرکې لپاره بلنه درکړي، ددې دعوت لپاره به تاسو د بلنلیک ترلاسه کړئ. لویه کمیسارۍ به د تصمیم نیولو لپاره نوي شواهد په تفصیل سره وڅیړي 

 تاسو یوازې هغه وخت د اوسیدلو په مرکز (کمپ) کې پاتې کیدلی شئ کله چې لویه کمیسارۍ ستاسو د منلو پریکړه وکړي. 

ه ستاسو د اوسیدلو ټاکل شوی ځای د لویې کمیسارۍ پته وي، نو تاسو باید د خپل لیک د ترلاسه کولو لپاره له کمیسارې سره قرار وټاکئ (د بیلګې په توګه ستاسو پریکړه). تاسو کولی شئ دا کار د تلیفون یا د بریښنالیک له طریقه
02/205.53.05
cgra-cgvs.advocate@ibz.fgov.be

 

اعتراض

که چیرې تاسو د پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ د بهرنیانو د قانوني لانجو شورا ته عریضه وکړئ. له خپل وکیل څخه وغواړئ چې تاسو سره پدې برخه کې مرسته وکړي. دا کار ژرترژره وکړئ ځکه چې د اعتراض کولو وخت موده ډیره لنډه وي.