مل زیرسن (صغیر)

مل زیر سن هغه کسان دي چې له خپل مور او پلار یا حقوقی سرپرست سره په بلجیم کې اوسیږي. که مور او پلار د پناه غوښتنه وکړي، ماشومان یې په اتوماتیک ډول د دوی د پناه غوښتنې په بهیر کې شامیلیږي. 

لویه کمیسارۍ، ماشومان مرکې ته نه دعوتوي، ځکه د هغوی مور او پلار ته فرصت ورکول کیږي چې د خپلو ماشومانو د راتګ انګیزې تشریح کړي. 

په لاندې قضیو کې، لویه کمیساري کولی شي په استثنایی ډول سره یو مل زیر سن مرکې ته دعوت کړي:

زیر سن کس غواړي د پناه غوښتنې بیان په خپله وکړي

که چیرې یو مل زیرسن شخص د خپلې پناه غوښتنې انګیزې لري او غواړي په خپله یې په لویه کمیسارۍ کې بیان کړي، نو زیرسن کس باید لویه کمیسارۍ له دې موضوع څخه خبره کړي. ددې کار د ترسره کولو لپاره، لازمه نده چې زیر سن شخص خپله غوښتنه کمیسارۍ ته وسپاري. لویه کمسارۍ به پریکړه وکړي چې دې زیرسن ته بلنه ورکړي که نه، او عمر به یې هم په نظر کې ونیول شي. په لویه کمیسارۍ کې مرکه د مور او پلار یا حقوقی سرپرست پرته ترسره کیږي. د وکیل شتون لازم دی. زیر سن شخص دا حق لري چې د اعتمادوړ شخص له ځان سره راولي. د اعتمادوړ شخص هغه څوک دی چې په مسلکي توګه د خلكو سره مرسته کوي یا د مهاجرینو په قانون کې پوهه لري، د بیلګې په توګه یو ټولینز کارمند، روانشاس، یا معالج. د اعتمادوړ کس باید د لویې کمیسارۍ لخوا په مرکه کې د ګ‌ډون لپاره اجازه ترلاسه کړي. 

لویه کمیسارۍ،زیرسن شخص بې له کوم مکلفیت څخه مرګې ته دعوتوي

لویه کمیسارۍ پریکړه کولی شي چې زیرسن کس ته د مرکې لپاره بلنه ورکړي، البته که چیرې ددې کار کولو لپاره دلایل ولري او که دا د زیرسن کس په ګټه وي. زیرسن شخص د بلنې په منلو مکلف نه دی. که زیرسن شخص انکار وکړي، دا هیڅ منفي پایلې نه لري. که زیرسن کس بلنه ومني، نو د یو وکیل شتون په مرکه کې ضرور دی. مور او پلار ته اجازه نه ورکول کیږي چې مرکه کې برخه واخلي. زیرسن شخص کولی شي یو باوري کس راولي. 

د زیرسن شخص سره مرکه د بالغ سره د مرکې په څیر ورته نده. لویه کمیساري به په حقیقت کی د زیرسن کس نظر ارزوي. حداقل عمر شتون نلري، مګر زیرسن شخص باید پوره بصیرت او درک ولري ترڅو خپل نظر څرګند کړي.   
 

زیرسن کسان خپل درخواست په خپله کوي

یو زیرسن کس حق لري چې خپل درخواست په خپله وکړي. د لاندې مواردو پوهیدل مهم دي:

  • که چیرې د زیرسن شخص مور او پلار هم د پناه غوښتنې درخواست کړې وي او تردې دمه یې پریکړه نه وي ترلاسه کړي، ستاسو ټولو غوښتنلیکونه به یوځای څیړل کیږي. لویه کمیسارۍ زیرسن کس ته پرته له مور او پلار څخه د مرکې لپاره بلنه ورکوي، پدې شرط چې زیرسن کس له 7 کالو څخ ډیر عمر ولري او کافي بصیرت (پوهه) ولري. لویه کمیسارۍ به د زیرسن کس، عمر، پوخوالی، زیانمنې (اسیب پذیرې) په نظر کې ونیسي. په مرکه کې د وکیل شتون (حضور) اړین دی. زیرسن کس کولی شي یو د اعتمادوړ کس هم له ځان سره مرکې ته راولي.
  • که چیرې لویه کمیسارۍ دمخه د مور او پلار غوښتنه رد کړې وي، سربیره پر دې به زیرسن کس مرکې ته دعوت کړي، چې په ترڅ کې به یې یوازی د زیرسن کس د پناه غوښتنې دلایلو په اړه پوښتنې وشي. د یو وکیل شتون (حضور) اړین (لازم) دی. که چیرې زیرسن کس د خپلې پناه غوښتنې په اړه شخصي دلایل ونلري، نو لویه کمیسارۍ به ژر تر ژره د نه منلو پریکړه وکړي. زیر سن کس کولی شي چې یو د اعتمادوړ کس له ځان سره لویې کمیسارۍ ته راولي. 
  • که چیرې مل زیرسن کس د خپلې پناغوښتنې لپاره شخصي دلایل ولري، لویه کمیسارۍ به د زیرسن کس مور او پلار مرکې ته دعوت نه، بلکه یوازې زیرسن شخص به دعوت کړي، البته د زیرسن شخص بصیرت (پوهه) به په نظر کې ونیسي. لویه کمیسارۍ به د زیرسن کس، عمر، پوخوالی، زیانمننې (اسیب پذیرې په نظر کې ونیسي. ماشوم باید ووایې چې ولې هغه نشي کولی یا نه غواړي خپل اصلي هیواد (وطن) ته ستون شي. په مرکه کې د وکیل شتون (حضور) اړین دی. زیرسن کس کولی شي یو د اعتمادوړ کس هم له ځان سره مرکې ته راولي.  
  • که چیرې موراوپلار د خپل 7 کالو څخه کم ماشوم لپاره د پناه غوښتنې درخواست کوي، نو هغوی باید دلایل په لویه کمیسارۍ کې په خپله مرکه کې بیان کړي. ددې مرکې په ترڅ(جریان) کې، پوښتنې به یوازې د ماشوم دلایلو په اړه وپوښتل شي.