بی سرپرسته زیر سن (صغیر)

که تاسو د بی سرپرسته زیر سن (18 کالو څخه کم) د پناه غوښتنه کوئ او ستاسو مور او پلار یا قانوني سرپرست په بلجیم کې نه وي، تاسو به د بی سرپرسته ماشومانو لپاره یوه پروسه تعقیب کړئ. دا کړنلاره د لویانو (غټانو) لپاره یوشان ته ورته ده، لیکن د ځینو ځانګړتیاوو سره. 

د پناه غوښتنې د بهیر پیل
د پناه غوښتنه

د پناه غوښتنې پروسې په پیل کې: 

  • تاسو د مهاجرینو په اداره کې د خپل شناخت او پيژندنې لپاره یوه فورمه ډکوئ. تاسو د خپل هویت اسناد ښیې او نور  اړونده اسناد د هغو دلایلو په اړه وړاندې کړئ کوم  چې تاسو  مجبوره کړي یاست چې د خپل     وطن څخه وتښتئ؛
  • د عمر ارزونه ممکن ترسره شي؛
  • د سرپرستي خدماتو اداره به یوسرپرست تاسو ته وټاکل شي که چیرې  ستاسو کم صغیرتوب (کم سن)   تصدیق  شي.

د نوم لیکنې پروسه د لویانو لپاره ورته ده.

د مهاجرینو په اداره کې د لومړې مرکې په جریان کې، ستاسو د سرپرست شتون ضروری ده. سربیره پردې، لومړۍ مرکه د لویانو لپاره ورته ده. 
 

لومړۍ مرکه

د لارې توضیحات 

د مهاجرینو اداره به تاسو ته په لاندې پته د مرکې لپاره بلنه درکړي:

Boulevard Pacheco 44, 1000 Brussels

د لومړ مرکې موخه (هدف)

ددې مرکې په ترڅ کې، د مهاجرینو اداره به له تاسو څخه د خپل هویت، د کورنې وضعیت، د اوسیدلو مخکني ځایونو، بلجیم ته ستاسو د سفر او ستاسو د پناه غوښتنې علتونو په اړه پوښتنې وکړي. خامخا به خپل ټول د هویت اصلي اسنادونه او نور مربوطه اسناد چې د خپل وطن څخه ستاسو د تښتیدلو دلایل بیانوي، د مهاجرینو ادارې ته وسپارئ. ددې مرکې په جریان کې، ټول هغه دلایل ‌بیان کړئ کوم چې ستاسو د الوتنې یا راتګ لامل شوي. دا لومړۍ مرکه به په لویې کمیسارۍ کې ستاسو د مرکې په اساس وي، چیرته چې ستاسو د پناه غوښتنې په دلایلو په تفصیل بحث کیږي. 

دویمه مرکه
د دویمې مرکې چمتووالې

د خپل سرپرست او یا وکیل سره یوځای ، تاسو به د لویې کمیسارۍ مرکې لپاره ځان چمتو کوئ. تاسو به ټول هغه دلایل مرور کړئ کوم چې ستاسو د تیښتې سبب شوي او له کبله یې خپل وطن ته بیرته تللې نشئ یا نغواړئ چې بیرته لاړ شئ. د خپل سرپرست په مرسته، تاسو د خپل هویت، خپلې کورنې او د راتګ دلایلو په اړه اسناد راټول کړئ.

د مرکې په جریان کې حاظر کسان

ستاسو سرپرست باید په مرکه کې شتون ولري.

که ستاسو سن له 15 کلونو څخه کم وي، مرکه مو په مناسبه کوټه کې ترسره کیږې. تاسو د خپلې کیسې بیانولو لپاره پوره خپلواکي لرئ، اما د خبرو ترڅنک تاسو کولی شئ خپل وضعیت د رسمولو له لارې هم بیان کړئ. 
ستاسو سرپرست د مرکې په جریان کې ستاسو ملاتړ کوي او کولی شي چې خپلې څرګندونې بیان کړي. هغه غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي چې تاسې ټول دلایل په آزادانه ‌ډول بیان کړئ.  

تاسو د وکیل لخوا هم مرسته ترلاسه کولی شئ. د مرکې په جریان کې، وکیل دې ته ګوري چې هرڅه په سمه توګه پر مخ ولاړ شي او هغه ته یوازې د مرکې په پای کې اجازه ورکول کیږي چې خپلې خبرې وکړي. 

د مرکې محتویات

د مرکې په جریان کې، دا مهم دي چې تاسو:

  • ووایاست چې واقعا تاسو سره څه   پیښ شوي؛  
  • د خپلو خپلوانو او د هغوی ځایونو په اړه صادقانه معلومات ورکړئ؛
  • خپله کیسه ووایاست، نه هغه څه چې تاسو له نورو څخه اوریدلي یا کوم چا چې تاسو ته وړاندیز کړی. 

خپلې تجربې ووایاست او ولې نشئ کولی یا نه غواړئ خپل وطن ته بیرته ولاړ شئ. خپله کیسه ووایاست. بله کیسه یا کوم څه مه وایاست چې تاسو ته پیشنهاد کیږي، مګر دا ووایاست چې تاسو ته په شخصي توګه څه پیښ شوي. د مرکې په جریان کې به ستاسو د کیسې اعتبار وارزول شي. له همدې امله دا مهمه ده چې تاسو خپل ریښتیني وضعیت په واضح توګه بیان کړئ. 

د ساتنې کارکوونکې به تاسو څخه ډیرې پوښتنې وکړي. که تاسو د یوې پوښتنې په ځواب نه پوهیږئ، نو ووایاست چې نه پوهیږئ. دا ځواب د دروغ وییلو څخه غوره دی. 

هر هغه څه چې تاسو د مرکې په جریان کې وایئ هغه به پټ پاتیکیږی. دا پدې ماناچې لویه کمیسارۍ به دا معلومات له هیچا سره نه شریکوي. ستاسو د اصلي وطن چارواکي یا هغه کسان چې تاسو ځوروي، هیڅکله به ونه پوهیږي چې تاسو د پناه غوښتنه کړې یا دا خبرې مو لویې کمیسارۍ ته کړی دي. ستاسو د خبرو بیان به ستاسو د کورنې غړو سره هم شریک نشي، البته که تاسو دا نه غواړئ.  

مرکه په اوسط ‌‌ډول له دریو څخه تر څلو ساعتونو پورې وخت نیسي، لیکن اوږده یا لنډیدې هم شي. وقفه (تفریح) شاوخوا یو نیم ساعت خبرو څخه وروسته اخیستل کیږي. البته تاسوهم کولې شئ چې د وقفې غوښتنه وکړئ که اړتیا یې وینئ. 

اسناد او ثبوت

دا مهمه ده چې تاسو اصلي اسناد وړاندې کړئ چې ثابت کړای شي چې تاسو څوک یاست او دا چې په خپل وطن کې له مشکلاتو سره مخ شوی یاست. مهم سندونه د مثال په توګه ستاسو پاسپورت یا د هویت کارت دی. که تاسو د هویت اسناد نلرئ، تاسو کولی شئ نور اسناد هم وسپارئ چې کولی شي ستاسو هویت ثابت کړي، لکه د ښوونځي (مکتب) سندونه، ستاسو د مور او پلار پیژندپاڼه  یا نظامي کتابچه. داسې اسناد هم راټول کړئ چې کولی شي دا ثابته کړي چې ولې نه غواړئ خپل وطن ته بیرته لاړ شئ یا تللې نشئ، د مثال په توګه قانوني (حقوقی) سناد.  

کوشش وکړئ چې اصلي اسنادونه راوغواړئ او هیڅ اسناد له ځان سره مه پټوئ. 

داسې اسناد وسپارئ چې ستاسو د شخصې وضعیت سره تړاو (ارتباط) ولري. ضرور نده چې تاسو د خپل وطن د عمومي حالاتو په اړه اسناد راټول کړئ. تاسو ډاډه اوسئ چې چې لویه کمیسارۍ ستاسو د وطن له حالاتو څخه خبره ده. 

که تاسو هیڅ اسنادونه نه لرئ، نو د مرکې په جریان کې ددې دلایل روښانه (واضح) کړئ. جعلي اسناد مه ساتئ او مه جوړوئ ځکه چې دا ممکن ستاسو په دوسیې باندې د پناه غوښتنې په پروسه کې منفي اغیزه ولري. 

لویه کمیسارۍ به هغه اسناد خوندي وساتي کوم چې تاسو وړاندې کوئ. تاسو کولی شئ د پروسې په جریان کې د خپلو اسنادو غوښتنه وکړئ. 
 

پریکړه (تصمیم)

د انتظار وخت
د مرکې څخه وروسته، تاسو به د اوسیدلو مرکز یا د استوګنې ځای ته ستانه شئ. په  همدې وخت کې به مستنطق د پریکړې لپاره ټول اړین معلومات تحلیل کړي.
 د پریکړې لپاره د انتظار وخت فرق لري. لویه کمیسارۍ به د مرکې څخه وروسته په دوه میاشتو کې خپله پریکړه وکړي که چیرې اضافي تحلیل او څیړلو ته ظرورت نه وي. داسې هم کیدای شي چې ستاسو یو هیوادوال له تاسو څخه وروسته د پناه غوښتلو لپاره بلجیم ته راشي او له تاسو څخه مخکي خپل ځواب (پریکړه) ترلاسه کړي.
 دا د تشویش وړ خبره نده. د پناه غوښتنې لپاره هر غوښتنلیک فرق کوي او په انفرادي ډول څیړل کیږي. لویه کمیسارۍ پدې پوهیږي چې اوږد انتظار د بی باوري او فشار (پریشاني) لامل دی. کمیسارۍ خپل ټول کوشش کوي چې ژر تر ژره پریکړه وکړي.

 لویه کمیسارۍ څرنګه پریکړه (تصمیم) نیسي؟

ستاسو د دویمې مرکې څخه وروسته، لویه کمیسارۍ ستاسو غوښتنلیک څیړي. لویه کمیسارۍ په نظر کی نیسي:

  • ستاسو عمر، مخینه،تعلیم کچه، جنسیت، او پوخوالی؛
  • په حقیقت کې تاسو د یو زیر سن په توګه، هرڅه د یو بالغ په څیر نه تجربه کوئ. 

لومړی، لویه کمیسارۍ به ستاسو د خبرو رښتینوالی او د اسنادو اعتبار وڅیړي:

  • آیا هغه معلومات چې تاسو د مرکې په جریان کې ورکړئ سم دي؟
  • آیا اسنادونه مو واقعي دي؟
  • آیا ستاسو خبرې چې د خپل اصلیت او مشکلاتو په اړه مو کړي دي د اعتباروړ (رښتیا) دي. 

که ستاسو خبرې او اسنادونه د اعتباروړ وي، لویه کمیسارۍ به وګوري چې ایا ستاسو قضیه د کډوالو په اړه د جنیوا کنوانسیون لاندې راځې، په بل عبارت تاسو باید د خپل قومیت، توکم، مذهب، سیاسي نظر له امله د تعقیب ویره ولرئ یا دا چې تاسو د یوې ځانګړې ټولینیزې ‌ډلې غړي یاست. که تاسو د مهاجر په توګه ونه منل شئ، لویه کمیسارۍ به څیړنه وکړي چې آیا تاسو د متمم محافظت مستق یاست که نه. دا هغه وخت پیښیږي کله چې تاسو خپل هیواد ته د مرګ یا اعدام سزا، شکنجې، غیر قانوني او غیر انساني سلوک، جنګ، بې توپیري تاوتریخوالی له امله جدي خطر سره مخ اوسئ.

که تاسو د مهاجر په توګه ونه منل شئ او د متمم محافظت حالت څخه هم برخمن نه شئ، نو په هغه صورت کي به لویه کمیسارۍ ستاسو غوښتنه رد کړي.

که چیرې تاسو د لویې کمیسارۍ له پریکړې سره موافق نه یاست، تاسو کولی شئ چې د بهرنیانو د قانوني لانجو شورا ته عریضه وکړئ.