Disclaimer

دا ویب پانه د مهاجرینو او بی دولته خلګو لویې کمیسارۍ د دفتر ملکیت دی.

 

عمومي معلومات

په دې ویب پانه کې ټول محتویات یوازې د معلوماتو لپاره دي. هیڅ حق د ویب پانې د مطالبو څخه نه ترلاسه کیدی شي.

 لویه کمیسارۍ د انفرادي پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو ارزونې په وخت کې د لاندنې ویب پانې لخوا د خپاره شوي معلوماتو ته ژمنه نده.

www.asyluminbelgium.be

په حقیقت کې په دې ویب پانه کې معلومات عمومي دي او د کوم ځانګړي پناه غوښتونکي انفرادي حالت سره مطابقت نلري. کارن نشي کولی پدې ویب پانه چمتو شوي معلومات د شخصی، مسلکي یا قانوني مشورې په توګه په پام کې ونیسي. 

لویه کمیسارۍ په خپلې ویب پانې کې د معلوماتو کیفیت او صحیحتوب ته ارزښت ورکوي. په ویب پانه کې معلومات د خپرولو په وخت کې باید سم وي. لویه کمیسارۍ هڅه کوي په غوره ممکنه لارو د دې ویب پانې معلومات تازه او / یا بشپړ کړي. په هرحال، ځینې معلومات ممکن پخواني، نیمکړي یا غلط وي. که تاسو کومه غلطي ومومئ، مهرباني وکړئ  لویه کمیسارۍ سره اړیکه ونیسئ.

لویه کمیسارۍ د مخکینۍ خبرتیا پرته د دې ویب پانې د مینځپانګې د تطبیق، بدلولو یا بشپړولو حق لري. امکان لري چې کارن له همدې کبله له مستقیم یا غیر مستقیم تاوان تجربه کړي، اما لویه کمیسارۍ ددې موضوع پروړاندې مسئولیت نلري.

لویه کمیسارۍ د تخنیکي ناکامیو له امله د مداخلو مخنیوي لپاره ډیره پاملرنه کوي. په هرحال، لویه کمیسارۍ نشي تضمین کولی چې دا ویب پانه به په پشپړه توګه له مداخلو یا نورو تخنیکې ستونزو څخه پاکه وي. لویه کمیسارۍ د دې ویب پانې د لنډمهاله خطا او نه شتون لپاره  مسئوله نده

 

د معنوي حقوقو مالکیت

ددې ویب پانې د مینځبانګې ( په شمول د لوګو، یا د پانې طرحه، ډیټا، متنونه، عکسونه او نور تول چمتو شوي معلومات) د لویې کمیسارۍ یا د هغې دریمې ډلې ملکیت لرونکي او جواز لرونکي حقوقي ملکیت دی، کوم سره چې لویې کمیسارۍ تړون لاسلیک کړی وي. کارن د لویې کمیسارۍ یا د ثالثی ډلې د معنوي حقوقو ملکیت د نقض څخه ډډه کوي. دې ویب پانې ته لاسرسې د معنوي حقوقو لیږد معنا نلري. ددې ویب پانې معلومات یا له دې لارې چمتو شوي معلومات یوازې د شخصي کارونې لپاره دي. کارونکی نشي کولی چې دا معلومات او فایلونه د سوداګریزو موخو لپاره وکاروي.

غیر له ذکر شوي حالت څخه، د ویب پانې معلومات د شخصي موخو لپاره کارول وړیا دي، که چیرې (" لویه کمیسارۍ  ته د سرچیني یا منبع په توګه اشاره وشی"). www.asyluminbelgium.beیا "

 

لینکونه

په دې ویب پانه کې د دریمې ډلې ویب پاني شاملیې دي، کوم چې د لویې کمیسارۍ کنترول لاندې ندي. له نورو بهرني ویب پانو سره پیوستون د هغو ویب پانو او یا یې د محتویاتو د تصدیق په معنی نده. د هغو ویب پانو منابع چې د لویې کمیسارۍ لخوا نه ساتل کیږي یوازې د لیدونکي د معلوماتو لپاره اضافه شوي.    

لویه کمیسارۍ نشي کولی د هغو ویب پانو کیفیت تضمین کړي کومو ته چې اشاره کوي. دې ویب پانې سره تړلي نورو ویب پانو ته لاسرسي ترلاسه کول او کارول ستاسو په خپل مسولیت سره ترسره کیږي. په هرصورت، مونږ وړاندیز کوو چې تاسو د اړوند ویب پانې د محرمیت بیانیه او د کوکي پالیسي ولولئ.

د www.asyluminbelgium.be لینک کارول په خپل شخصي ویب پانه کې یوازې د لویې کمیسارۍ واضح موافقې سره ممکمن دی.  

 

د مسؤلیت محدودیت

لویه کمیسارۍ، په خپله ویب پانه کې د خپاره شویو معلوماتو لاسرسي، مشورې یا کارونې په نتیجه کې د مستقیم یا غیر مستقیم تاوان مسؤلیت نلري. لویه کمیسارۍ نشي کولی چې د خپلې ویب پانې د غلطو او / یا ناسمو نشر شویو معلوماتو مسؤلیت ومني. کارن ددې ویب پانې له لارې د ترلاسه شوي معلوماتو د سموالي، بشپړتیا یا ګټورتوب د څارلو مسؤل دی.  

لویه کمیسارۍ د امکان تر حده کوشش کوي چې د معلوماتو د وړاندی کولو په ترڅ کې د تخنیکي ناکامیو، قطع کیدلو یا غلطیو څخه مخنیوی وکړي. لویه کمیسارۍ په هیڅ ډول د کومې نیمګړتیا یا د ویب پانې د لنډمهالې یا دایمي نه شتون لپاره مسؤلیت نلري.

لویه کمیسارۍ نشي کولی د ویب پانې کارولو یا مداخلو او نورو تخنیکي ناکامیو له امله د زیان مسؤله ندی، او نه هم د ویب پانې خرابوالی، تخنیکي ناکامیو، ویروسونو یا ورته ستونزو مسؤلیت په غاړه نه اخلي.

 

لویه کمیسارۍ نشي کولی په کمپیوتر سیسټم کې د ګټې د لاسه ورکولو، د معلوماتو له لاسه ورکولو، د کار د درولو، د برنامو یا نورو ډیټا زیان او یا هم د لیدونکي تجهیزاتو، برنامو یا نورو هاردویر او سافتویر ته تاوان رسولو لپاره مسؤله نده. د مالي تاوان هر ډول ادعا په بشپړ ‌ډول منتفي ده.